د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي ویلي، چې حکومت به یې له نړیوالو څارونکو سره د هرو نویو فعالیتونو په اړه همکاري وکړي. هغه دغه څرګندونې د اسوشېټېډپرېس اژانس د روانې اوونۍ د هغه ځانګړي راپور له خپرېدو وروسته کړي چې ویلې يې دي، ایران تر ځمکې لاندې نتنز اټومي بټۍ ته نږدې د نویو تونلونو په جوړولو پیل کړی دی. د راپور له مخې دغه تونلونه تر ځمکې لاندې دومره ژور کېندل کېږي چې د دغسې ځایونو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړې شوې وسلې کار نه ورکوي. د دغه راپور خپرېدو په منځني ختیځ کې ډېرغبرګونونه راپارولي. خو د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي نن چهارشنبې د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، ایران د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې کار کوي او هر کله چې نوي فعالیتونه پیلوي، هغه له دې ادارې سره همغږي کوي. ایران وایي، په دغه نوي ځای کې به د نتنز د ځمکې پر سر د سنتریفیوژونو د تولید هغه مرکز ځای پر ځای کړي چې د ۲۰۲۰م کال په جولای میاشت کې په یوه چاودنه او اورلګېدنه کې ویجاړ شوی و.