امریکا وایي، د ایران لرې واټن ویشتونکي توغندي جدي ګواښونه رامنځته کوي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وروسته له هغې وکړه چې، ایران یو لیرې واټن ویشتونکی، بالسټیک توغندی وازمایه. فرانسې هم د ایران د بالسټیک توغندي دغه ازموینه وغندله او هغه یې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ پرېکړهلیک څخه چې په ۲۰۱۵کال تصویب شوی، سرغړونه وبلله. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران وسلهوالو ځواکونو پرون پنجشنبې یو نوی منځنۍ واټن ویشتونکی توغندی ښکاره کړ چې د دوه زره کیلو مترو په واټن کې هدف په نښه کولی شي.