د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او د تحریک انصاف سلگونه نور لوړپوړي غړي ممنوع الخروج اعلان شوي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د PTI مشران د مې له نهمې نېټې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په خاطر ممنوع الخروج اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د تحریک انصاف گوند گڼ شمېر مشرانو د دې گوند له غړیتوبه استعفاوې کړې دي.