د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره لېدلي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لېدنه کې د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې د تامین په اړه خبرې شوي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی چې د دواړو لوریو تر منځ مسایل د دوه اړخیزه خبرو او تفاهم له لارې ښه حل کېدای شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، په دې لېدنه کې همداراز په ایران کې د افغان بندیانو د لېږد پروسې په بیاپیلولو او افغان وګړو ته دویزو پر اسانتیاوو هم خبرې شوې دي.





























