امریکایي ځواکونه په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن دي او د دوی د حضور دوام به دلته جنګي جنایتونه تر دې هم ډېر کړي. یوې امریکایي رسنۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اوسني حضور او د دغه حضور د دوام په اړه یو مطلب خپور کړی دی. د دغه مطلب په یوه برخه کې یې د جرمونو د نړیوالې محکمې د مشرې فاټو بنسوډا له خولې لیکلي، چې په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځیان او د دوی ملاتړي په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي. د بنسوډا په خبره، د جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال افغانانو ته وخت ورکړ چې په دریو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د جنایتونو په اړه شکایتونه ورته وسپاري. هغې زیاته کړې چې په دریو میاشتو کې نږدې ۱،۷ میلیونو کسانو د بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه شکایتونه او ادعاوې ورسره ثبت کړې دي.
هغې ویلي، که په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت دوام کوي، نو دلته به د جنګي جنایتونو کچه تر دې هم لوړه شي. فاټو بنسوډا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د خلکو د وژنې، ربړونې او په زندانونو کې د افغانانو د ځورونې په اړه د شکایتونو شمېره هېښوونکې او د نه باور وړ بولي. هغې ویلي چې همدغو جنګي جنایتونو او په زندانونو کې ناوړه چلند او شکنجو د امریکا پر وړاندې د وسله والو لیکې پیاوړې کړې دي او د امریکايي پوځيانو پر ضد یې کرکه ډېره کړي ده.
اوپېډ نیوز رسنۍ په دغه مطلب کې لیکي چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو مسئلې په امریکا کې هم پراخ اختلافونه رامنځ ته کړي دي او د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس هم د همدې اختلافونو په لړ کې استعفا ورکړه. سرچینه پر امریکا غږ کوي چې په افغانستان کې دې خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي او دلته دې د روانې ستونزې لپاره پر یوه سیاسي حل فکر وکړي.
د امریکايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه داسې مهال راپورونه خپرېږي چې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په سي ای اې پورې د اړوندو افغان وسله والو له جنایتونو پرده پورته کړې وه. دې ورځپاڼې په یوه اوږده مطلب کې ویلي وو چې د امریکا د مرکزي استخباراتو په اداره یا (CIA) پورې اړوند افغان وسله وال د امریکا په مستقیمه لارښوونه او غوښتنه عملیات ترسره کوي او د خلکو په ځورونه، شکنجه او وژنه کې لاس لري. په مطلب کې راغلي وو چې دغه کسان تر ډېره د خوست او ننګرهار ولایت په ځينو برخو کې د شپې او ورځې له لوري ځمکني او هوايي عملیات ترسره کوي. ورځپاڼه وايي چې دغو افغان وسله والو ته ټول امکانات امریکايي ځواکونه او (CIA) برابروي او دوی وحشیانه عملیات ترسره کوي چې ډېر کله عام وګړي پکې وژل کېږي.
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه ورته راپورونه خپاره شوي دي. دا تورونه هم شته چې د امریکايي ځواکونو وحشیانه او ظالمانه چلندونو د وسله وال لیکې پياوړې کړې دي او د جګړې ډګر یې تود کړی دی.
ډېرو نړیوالو رسنیو او څېړنیزو ادارو په ځلونو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام د سیمې او افغانستان په زیان بللی دی او په خبره یې د دغو ځواکونو ناوړه چلندونو د خلکو کرکه پارولې ده او د دوی حضور به هېڅکله په افغانستان کې د ثبات او امنیت سبب نه شي. په افغانستان کې هم ډېر سیاسیون او د ولسي جرګې غړي په دې باور دي چې امریکايي پوځيان هېڅ ډول قوانینو ته ځان ژمن نه بولي او ښه به وي چې د سیمې د ثبات لپاره له هېواده ووځي.