د کډوالو نړیوال سازمان خبر ورکړی چې په سوډان کې د خپلمنځي جګړې له امله د شاوخوا ۳۲۰ زره ګډوالو په ګډون څه باندې ۱٫۳ مېلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. ورته مهال، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر د سوډاني پوځیانو او چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ د سمدستي اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې ده. د سوډان د پوځیانو او چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ دغه جګړه د اپرېل په پنځلسمه پیل شوې او لا هم په پلازمېنې خرطوم او نورو شاوخوا سیمو کې په شدت سره روانه ده.