د ترکیې په دویم پړاو ټاکنو کې برحاله ولسمشر رجب طیب اردوغان ګټونکی اعلان شوی دی. اردوغان هم وار د مخه خپل بری نمانځلی دی. هغه چې په استانبول کې یې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، دوی به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دا هېواد رهبري کوي. کمال قلیچدار اوغلو ویلي دي چې ډېر ژر به د دویم پړاو ټاکنو په اړه وینا وکړي. د ترکیې دولتي رسمي اژانس انادولو وايي چې رجب طیب اردوغان ټاګنې ګټلې دي. د شمېرل شویو رایو په اساس، رجب طیب اردوغان۵۳.۴۱ او سیال کمال قلیچداراوغلو ۴۶.۵۹ سلنه رایې وړي دي. اردوغان د متلپاله ګوند او ځینو سیاسي ډلو ملاتړ او قلیچدار یې بیا په خلاف یو قوي ایتلاف رامنځ ته کړی و. په ورته وخت کې د ترکیې د ولسمشر پلویان سړکونو ته راووتل، د هېواد بیرغونه یې رپول او د بریا شعارونه یې ورکړل.