د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مودي او ټرمپ د ګڼو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د ګډو همکاریو پر پراختیا بحثونه او خبرې کړې دي. د امریکا ولسمشر ویلي، هند کولی شي په ۲۰۱۹ کال کې له امریکا سره د افغانستان د ثبات په راوستو او اقتصادي وده کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. ددې تر څنګ دواړو لورو د امریکا او هند تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا هم بحثونه کړي دي. ټرمپ داسې مهال د هند لومړي وزیر ته په افغانستان کې د همکاریو د ډېرېدو خبره کوي چې تر دې وړاندې یې له کابل سره د هند پر مرستو ملنډې وهلې وې. هغه د کابینې په یوه غونډه کې ویلي وو، چې د امریکا مرستو او لګښتونو ته په کتو له افغانستان سره د هند مرستې په نشت شمار دي. دې مسئلې په هند کې د ګڼو سیاسیونو غوسه پارولې وه.