په داسې حال کې چې نن په سوډان کې د دواړو لورو ترمنځ شوی اوربند پای ته رسېدلی، تازه سعودي عربستان او امریکا د یاد اوربند د غځېدو غوښتنه کړې. دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اوربند غځول به د سوډان د خلکو لپاره د بېړنیو بشري مرستو رسول اسانه کړي. په اعلامیه کې د جګړې پر دواړو لورو غږ شوی چې خبرې اترې دې روانې وساتي، څو د اوربند د غځولو هوکړې ته ورسېږي. تېره اونۍ د امریکا او سعودي په منځګړیتوب د یادې جګړې ښکېلو لورو د یوې اونۍ لپاره اوربند وکړ، خو له اوربند سره سره په پایتخت خرطوم او یو شمېر نورو سیمو کې د جګړې خبرونه ورکول کېدل.