د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان موافقه کړې چې ژر د خپلو ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه کړي او يو بل ته به سفيران واستوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو په تېره میاشت کې له خپل مصري سیال سره د کتنې پرمهال ویلي، ترکیه او مصر به خپلمنځي اړیکې ښې کړي او ډيپلوماتیکې اړیکې به يې د سفیر کچې ته لوړې کړي. وروسته له هغې چې د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۳م کال کې له واکه لرې کړی شو، د مصر او ترکیې ترمنځ اړیکې خرابې شوې او ډيپلوماتیکې اړيکې يې ټيټې کچې ته ورسېدې. دواړو خواوو په ۲۰۲۱م کال کې د لوړ پوړي ډيپلوماتانو مشورې بیا پيل کړې او له وروستیو څو میاشتو راهیسې د دواړو خواوو اړیکو د عادي کېدو تمایل زيات شوی دی.