پوتین او اردوغان له سوريې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مسئله سره خبرې کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې دواړه لوري په نږدې راتلونکې سره وګوري. دغه دواړه هېوادونه په سوریه کې قوي نظامي حضور لري او ښايي د خپل نظامي حضور په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو هڅه وکړي. د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي چې د اردوغان او پوتین په لیدنه کې به پر ګڼو مسایلو خبرې کېږي خو تر ټولو ډېر تمرکز له سوریې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مسئله دی.