د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزی وایي پاکستان ته یې د سفر یوه موخه دا ده، چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې شي. دده په خبره په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره سیمه ییزه اجماع مهمه ده او افغان حکومت په دې برخه کې هڅه پيل کړې ده. عمر داوودزی نن د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره پاکستان ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې عمر داوودزی به په دې سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره وګوري. پاکستاني رسنۍ وايي چې په دې لیدنه کې تر ډېره د افغان جګړې د پای ته رسولو او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو پر تیارولو هم بحثونه کېږي.