په هند کې چارواکي وايي، د اوډیشا ایالت په بالاسوري ولسوالۍ کې د درېیو اورګاډو د ټکر له امله د مړو شمېر ۲۸۸ تنو ته رسېدلی دی. دا پېښه چې د جمعې په ورځ وشوه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه پهکې ټپیان شوي هم دي. دا په هند کې په تېرو دوو لسیزو کې د اورګاډي تر ټولو خونړی ټکر دی. د هند صدراعظم نريندرا مودي د پېښې له ځايه ليدنه کړې او له يو شمېر ټپيانو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده. مودي ویلي، دا پېښه د حکومت لپاره ډېره جدي پېښه ده. د پلټنې واضح حکم صادر شوی او څوک چې مجرم وپېژندل شي تر ټولو سخته سزا به ورکړل شي. د هند د اوډیشا ایالت یوه چارواکي ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۹۰۰ ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د چارواکو په وینا، احتمال شته چې د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.