د سالنګ لویه لار د واورې ورښت له امله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر عبدالبصیر حبیبي نن وویل، په سالنګونو کې له تېرې شپې راهیسې سخته واروه ورېږي او دا لویه لار اوس له دواړو لورو د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. هغه وايي، د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په پشه سرخ سیمه او د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملخان په سیمه کې لسګونه بار وړونکي لوی موټر ولاړ دي. د سرچینې په خبره، پر وسایلو سمبال مسافر وړونکي کوچني موټر کولی شي د سالنګ له لویې لارې څخه تېر شي.