د چين د کمونېست ګوند، د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سیمې، د سيمه ييزې کمېټې د خپرونو د څانګې مرستيال ښاغلي «شي لي» تیره پنجشنبه د جون په لومړۍ نیټه په خپله وینا کې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مطبوعاتي پلاوي ته تود هرکلی و وایه. دغه مراسم د شينجيانګ په ارومچې ښار کې تر سره شول.
ښاغلي «شي لي» د ښاغلي « وانګ لیانشین » په استازيتوب خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې په د وروستيو کلونو کې د شي جین پینګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د پياوړي رهبرۍ لخوا په شينجيانګ کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. دغه سیمه اوس د بې ساري ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د خلکو د هوساینې شاهده ده. نن ورځ شينجيانګ د پخوا په پرتله ډېر زیات پرمختګ کړی او ثبات پکې له ورایه ښکاري، چې دغه څه په راتلونکې کې لا ددغه سیمې د پرمختګ لامل کیدای شي.
شينجيانګ د خپل ځانګړي جغرافيايي موقعيت، صنعتي ځواک او بډايه طبيعي زيرمو له امله د چين د لويديځ لوري ته د پرانيستلو یوه کلیدي دروازه بلل کېږي. دغه سیمه د پراخو ګټو او یوه خوځنده ځواک زیری ورکوی. د بېلا بېلو قومونو يووالی د شينجيانګ د پرمختګ پر لور د چين د عصري کیدو لار لا اسانه کوي او هیلې غوړوی.
دا چې ۲۰۲۳ کال د يو کمربند او يوې لارې د نوښت له لسمې کليزې سره برابر دی، نو شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه مهم ځای او ارزښت لري. دغه سیمه د شانګهای همکارۍ سازمان له هیوادونو سره نږدې اړیکې او د همکارۍ پراخ امکانات هم له ځان سره لري.
د خلکو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا د پل په توګه د رسنيو د رول د پېژندلو په اړه، ښاغلي «شي لي» هيله څرګنده کړه، چې خبريالان به د شينجيانګ د ازادې، پرمختللې، هوسا او همغږې خپلواکې سيمې شاهدان وي. د دوی د پوښښ له لارې به بهرنۍ نړۍ ددغه سیمې رښتنی اقتصادي او هر اړخیز حالت ښه درک او ښکلا به یې ننداره کړي.
شينجيانګ ته دغه بې ساری سفر د شانګهای همکارۍ سازمان مطبوعاتي پلاوي ته يو ځانګړی فرصت برابروي، چې د سيمې پرمختګ تجربه کړي او د دې سيمې د خلکو ترمنځ د يووالي او همغږۍ شاهدي ورکړي. ددغه سفر موخه د شينجيانګ د ازادې او متحرکې ټولنې په اړه د لا زياتې پوهې او د نړيوالې همکارۍ او تبادلې د پياوړتيا لپاره لاره هوارول دي.