خوست ښار کې سپین جومات ته څېرمه چاودنې تر ۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د خوست د ملکي روغتون د معلوماتو له مخې، دوی ته د چاودنې له ځایه تر دې دمه د ملکي وګړیو یو جسد او ۱۹ ټپیان وروړل شوي دي. د یاد روغتون مشر ویلي چې له همدې پېښې دوو نورو روغتونونو ته هم ټپیان لېږدول شوي دي خو هغه یې د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي. یو شمېر نورو سرچینو بیا ویلي، چې په دې پېښه کې ۳۱ کسان ټپیان شوي دي. د خوست امنیه قومنداني د پېښې پخلی کوي، خو د ځاني زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي. د دې چاودنه پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.