د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو. په ریاض کې د ایران سفارت څو میاشتې وروسته له هغې پرانستل کېږي چې دغو دواړو سیمه ییزو سیالانو د چین په منځګړیتوب د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په اړه موافقه وکړه. ایران او سعودي عربستان له څو کلونو تربګنۍ وروسته چې په منځني ختیځ کې یې ثبات له خطر سره مخ کړی او د یمن، سوریې او لبنان په ګډون یې سیمه ییزو شخړو ته لمن وهلې وه، په تېره مارچ میاشت کې خپلې دوه اړخیزې اړیکې بېرته ټینګې کړې. د اړیکو د ټینګېدو موافقه اوه کاله وروسته له هغې وشوه چې سعودي عربستان د ایران په پلازمېنه تهران کې پر خپل سفارت له برید وروسته له دې هېواد سره اړیکې پرې کړې وې.