ملګري ملتونه وايي، د غیر صحي خوړو له امله هر کال په نړۍ کې ۶۰۰ میلیونه انسانان ناروغانېږي چې له ډلې یې کابو نیم میلیون کسان ژوند بایلي.ملګري ملتونو د صحي خوړو نړیوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت له “کرنې تر پخلي او خوراکه” پر صحي خوندیتابه ټینګار کړی دی.افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ککړ چاپیریال او غیر صحي خوړو له امله په کې هر کال ډيری کسان په ناروغیو اخته کېږي.ملګري ملتونه زیاتوي، د غیرصحي خوړو له امله د مړه کېدونکو انسانانو په ډله کې یې ۱۲۵ زره له پنځه کلنۍ کمعمره ماشومان دي.