په پاکستان کې د خراب اقتصاد له امله بې وزلي خلک مجبور شوي چې د خوړو د ترلاسه کولو لپاره خیریه موسسو ته مخه کړي، خو خیریه موسسې وايي چې مرستې ورسره کمې شوي دي. هره ورځ په زرګونو پاکستانیان د “سیلاني” په نوم خیریه موسسې مرکزونو ته د وړیا خوړو د ترلاسه کولو لپاره ځي. دا موسسه په ټول هیواد کې مرکزونه لري او پر خلکو وړیا ګرم خواړه ویشي. په داسې حال کې چې په پاکستان کې د انفلاسیون کچه ۳۸ سلنې ته رسیدلې ده، د سیلاني خیریه موسسه وایي چې د هغوی د موسسې نه د خواړو تقاضا ورځ تر بلې زیاتیږي.