د بریتانیا پخواني صدراعظم بوریس جانسن پرون د دې هېواد په پارلمان کې د خپل غړیتوب څخه استعفا وکړه او ادعا کوي چې د سیاسي مخالفینو لخوا په ناسمه توګه ملامت کېدو دې کار ته اړ کړ. جانسن چې ۵۸ کاله عمر لري په پارلمان کې د څو ګوندونو لخوا ترې په دې خاطر تحقیقات کېدل چې آیا د صدراعظمۍ پر مهال د کرونا وبا له کبله د راټولېدو د بندیز څخه د سرغړونې په هکله یې پارلمان ته درواغ ویلي که نه. هغه تېر کال په قهرجنه توګه ټینګار کړی و چې درواغ یې نه دي ویلي. د بریتانیې په پارلمان کې د امتیازاتو کمېټه چې اکثریت غړي یې د جانسن محافظه کار ګوند غړي دي دا واک لري چې پارلمان ته د غلطو معلوماتو ورکولو له کبله په یو غړي بندیزونه ولګولي او یا یې دنده وځنډوي.