په خیبر پښتونخوا کې د اورښتونو او توپان له کبله ۲۸ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې اورښتونو او تېز توپان په بنو کې ۱۵، لکي مروت کې پنځه، کرک کې څلور او دېره اسماعیل خان کې یو تن مړه کړي دي. د ژوبلو شویو خلکو شمېر تر ۶۰ ډېر ښودل شوی دی. په راپور کې راغلي چې بنو کې تر سلو ډېر مالونه د توپان او باران له کبله مړه شوي او شاوخوا اویا ودانیو ته يې هم زیان اړولی دی. بلخوا، د خیبر پښتونخوا لنډ مهاله وزیر اعلی اعظم خان د باران او توپان له کبله د خلکو پر ځاني تلفاتو غمشریکي ښودلې او اغېزمنو سیمو ته یې د چټکو مرستو رسولو امر کړی دی.