د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په تېرو پنځو میاشتو کې دوه زره ټنه جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې ارزښت یې ۲۳ میلیونه ډالرو ته رسیږي. د دغه وزارت په وینا ډیری دغه صادرات چین، پاکستان، هند، ایټالیا، متحده عربي اماراتو او امریکا ته ترسره شوي دی. هاخوا بیا ځينې سوداګر په هوايي ډګرونو کې د سړو خونو نشتون او د صادراتو په برخه کې د منظمو پروګرامو کموالی د دوی د کاروبار پر وړاندې د خنډونو په توګه یادوي. د جلغوزیو د اتحادیې د شمېرو له مخې په روان کال کې د افغانستان د جلغوزیو محصولات څه باندې لسو ټنو ته رسیږي، چې ډير دغه محصولات له خوست او پکتیا ولایتونو څخه ترلاسه کيږي.



































