د سوریې په شمال ختیځ کې ۲۲ امریکایي سرتېري د یوې هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې ټپیان شوي دي. رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ ناوخته د پېښې د لامل پرته اعلان وکړ چې دغه هیليکوپټره د یکشنبې په ورځ لوېدلې ده. د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي، د پېښې لس ټپيان له دغې سیمې بهر پرمختللو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د سنټکام مسوولینو د نورو اطلاعاتو په اړه پوښتنو ته ځواب نهدی ورکړی.