امریکا له افغانستان نه د څو زرو عسکرو د بېرته ایستلو لپاره تگلاره جوړوي. د یاد هېواد حکومتي چارواکو واشنگټن پوسټ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې پنټاگان د ولسمشر ټرمپ د امر نه وروسته په یوه داسې تگلاره کار کوي چې کم شمېر عسکر له افغانستان وباسي خو زیاتره په دې موخه پریږدي چې په افغانستان کې خپل مهم ماموریتونه پر مخ یوسي. د سپینې ماڼۍ دوو تنو چارواکو واشنگټن پوسټ ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان نه ټول عسکر را ایستل غواړي خو اوس مهال به د ٧٠٠٠ نه کم عسکر بیرته و ایستل شي. دغه چارواکي وایي، پوځي چارواکو ټرمپ پدې قانع کړی دی چې خپل عسکر په تدریجي ډول له افغانستان وباسي. دوی ویلي، چې تر اوسه پورې لا پریکړه نه ده شوې او کیدای شي ټرمپ د ټولو عسکرو د ایستلو امر وکړي.