په نایجریا کې یوه کښتۍ چې د واده څخه بیرته راستنیدونکي کورنۍ پکې سپرې وې په سیند کې چپه شوې او څه باندې سل تنه پکې مړه شوي دي. پېښه د نایجریا د کاوارا په ایالت کې شوې. د دې ایالت د پولیسو مشر اوکسانمي اجیي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې تر اوسه د ۱۰۳ کسانو مړي موندل شوي او تر سلو ډېر ژوندي ژغورل شوي دي. نوموړي ویلي چې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ښایي د مړو شویو کسانو شمیر لوړ شي. تر اوسه معلومه نه ده چې په دې کښتۍ کې څومره کسان سپاره و خو دا ډول پیښې په نایجریا کې وخت ناوخته کیږي.