د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن پرون د ترکيې له لوړپوړو چاوراکو سره د سوريې په اړه خبرې وکړې. جان بولټن په انقره کې د ترکيې د ولسمشر له لوړپوړي سلاکار ابراهيم کالين سره وکتل. د امریکا د ملي امنیت شورا یوه وياند ګاريت مارکیس په يوه اعلاميه کې ويلي چې دواړو لورو نور مسايل هم په ګوته کړي چې بايد ورباندې خبرې وشي. اعلاميه همداراز وايي، امریکا تمه لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نظامي کچه هم سلا مشورې وشي. په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې ايا بولټن د ترکيې له دفاع وزیر او استخباراتو له رئیس سره وکتل که نه، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټاکل شوې غونډه یې نه ده شوې او بولټن ته ویل شوي چې اردوغان د انتخاباتو په کمپاین بوخت دی.