یوناني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په جنوبي ساحل کې د کب نیونې یوه کښتۍ چې مهاجر یې لیږدول ډوبه شوې او لږ تر لږه ۸۰ تنه په کې مړه او لسګونه نور لادرکه شوي دي. د چارواکو په وینا د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پیل شوي او تر اوسه ۱۰۴ کسان ژغورل شوي دي. د یونان ساحلي ساتونکو ویلي تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره کسان لادرکه دي. د ساحلي ساتونکو شپږ کښتۍ، د سمندري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ، یوه پوځي مسافر وړونکې الوتکه، د هوايي ځواک یوه هیلکوپتر، څو شخصي بېړۍ او د اروپايي اتحادیې د سرحدونو د ساتنې ادارې یوه بې پیلوټه الوتکه د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري. ویل کېږي چې دغه کښتۍ د لیبیا له ختیځ طبرق ساحې څخه ایټالیا ته روانه وه.