د غالۍ اوبدونکو ټولنې په بغلان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره په ګډه ناسته کې د غالۍ د صنعت کارانو د ملاتړ غوښتنه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د ملاتړ په صورت کې به د دوی تولید نور هم لوړ شي. د بغلان د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې هر کال ۱۲زره متر مربع غالۍ په لوړ کیفیت د ماهرو غالۍ اوبدونکو له لوري اوبدل کېږي خو په دې ولایت کې د خامو موادو نشتون د غالیو د صنعت کارانو له سترو ننګونو څخه ده چې ورسره لاس او ګریوان دي. نوموړي د سرپرست حکومت له مسؤلینو وغوښتل چې د لاسي صنایع د ودې لپاره دې په نه ستړې کېدونکي ډول هلې ځلې ترسره کړي څو د افغانانو لاسي توکي نړیوالو بازارونو ته لار پيدا کړي.



































