د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونيسف وايي د افغانستان له سرپرست حکومت سره هغوی ته د تعليمي پروژو د لېږد پر مهالوېش او عملي چارو خبرې کوي. سرپرست حکومت له دې وړاندې د پوهنې په برخه کې د بهرنیو بنسټونو د فعالیت د درولو پرېکړه کړې. کورنیو موسسو ته يې هم د دوی د حکومت د نصاب او لارښوونو د منلو په شرط د اجازې ويلي. یونيسېف وايي د پوهنې وزارت ډاډ ورکړی چې د یونيسف په اړوندو سیمهييزو ټولګیو کې د پنځه سوه زره زدکوونکو زدکړې به تر هغې دوام مومي چې د سرپرست حکومت هغه پرېکړه عملي کېږي چې بهرنيو بنسټونو ته نور د زده کړو په برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي. په افغانستان کې د یونیسف ویاندې سمانتا مورت رویټرز ته ویلي چې د سرپرست حکومت له پوهنې وزارت سره په خبرو بوخت دي او دا ډاډ ورکړی شوی چې له یونيسف څخه د دغو ټولګیو د مسوولیت د بهیر تر لېږده به یاد ټولګي پرانیستي وي.





























