د ولسمشر دویم مرستیال د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې له سرپرست سره لیدلي دي. د دویم مرستیال سرور دانش د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دویم مرستیال سرور دانش د تروریستي ډلو شتون افغانانو او د امریکا ولس ته ګډ ګواښ یاد کړ او له دغه ګواښ سره مقابله یې د کابل او واشنګټن د دوه اړخیزو همکاریو په رڼا کې ممکنه یاده کړه. د سرچینې په وینا د یادې ادارې سرپرست هم په هر اړخیزه توګه د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا اداره د برېښنا انرژۍ، بهر ته د افغانستان د تولیدي محصولاتو د لیږد، د بنسټونو د پراختیا، د ټاکنو پروسې، د روغتیا، پوهنې، کرنې په برخو کې د ګټورو خدمتونو برابرولو او د شهروندۍ میثاق د پروګرام تمویل په شان د سترو انکشافي پروژو په تطبیق کې په روان میلادي کال کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.