امریکا له اوکراین سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو نوې مرسته اعلان کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون ویلي چې دا مرستې د اساسي خدماتو لپاره دي لکه د خوړو، اوبو، روغتیایي چارو، پوهنې او د داسې نورو شیانو لپاره چې ډېر اړین دي. بلېنکن زیاته کړې چې دا مرستې به هغو خلکو ته د خپلو کورنیو له غړو سره د تماس نیولو زمینه هم برابره کړي چې د جګړې له امله خواره واره شوې دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له میاشتې راپهدې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی تر پنځه میلیونه ډېر اوکراینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.