د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، روسیې وار له مخه په بېلاروس کې د تکتیکي اټومي وسلو لومړنۍ جوپه ځای پر ځای کړې ده. پوتین یوې غونډې ته ویلي، دا وسلې به یوازې په هغه صورت کې کارول کېږي، چې د روسیې خاورې یا دولت ته ګواښ پېښ شي. بل لور ته امریکا وايي، داسې هېڅ نښې، نښانې نه شته چې وښيي کریملین پر اوکراین د برید لپاره د اټومي وسلو کارولو پلان لري. د یادونې ده چې بېلاروس د پوتین نږدې اتحادي هېواد دی او روسیې پروسږ کال له همدې ځایه پر اوکراین د برید لپاره کار اخیست.