پاکستان کې د اسلام اباد – لاهور ترمنځ پر لویه لاره یوه ترافیکې پېښه کې ۱۳ تنه مړه شوي او ۲۵ نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې یو مساپر وړونکی بس له څو موټرو سره تر جنګېدو وروسته اوښتی دی. د دغې ترافیکې پېښې لامل د بس بریک له کاره لوېدل ښودل شوی. پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویل شوي. د لويې لارې د پوليسو وياند ثاقب وحيد وايي، دغه بس له پلازمېنې اسلام اباد څخه لاهور ښار ته روان و.