د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد او امریکا په منځګړتوب د سوډان په جګړه کې د ښکېلو ډلو استازو د ۷۲ ساعتونو لپاره په اوربند هوکړه وکړه. امریکا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي چې امریکا د اوربند په دې هوکړه کې منځګړیتوب کړی. په اعلامیې کې ویل شوي چې د سوډان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان او پخواني مرستیال محمد حمدان داګلو پورې اړوند ځواکونه به د اوربند پر وخت منع شوي تحرکات نه کوي، په یو بل به بریدونه نکوي او هم به د خپلو ځواکونو سنګرونو ته اضافي وسله وال او مهمات نه لیږي. په سوډان کې د اوربند اعلان داسې مهال کیږي چې پرون شپه د دې هېواد په پلازمېنه کې د هوايي بریدونو له امله ۱۷ تنه ووژل شول چې ۷ یې ماشومان و.