د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د روان کال په لړ کې په دې ولایت کې د هندواڼو د حاصلاتو د ۲۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي. د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې سږ کال پر ۵۰۰ زره هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي او تمه ده چې نږدې ۱۴۰ زره ټنه حاصلات به ترې راټول شي. د مسوولینو په وینا تېر کال په دغه ولایت کې د هندواڼو ۱۱۶ زره ټنه حاصلات راټول شوي وو. کروندګر هم د هندواڼو د حاصلاتو له زیاتېدو او ښه بازار له امله خوښ دي.



































