د میدان وردګو د کرنې او مالدراۍ ریاست په دغه ولایت کې د شاتو د حاصلاتو له ۶۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. د کرنې د رییس په خبره تېر کال په دغه ولایت کې د شاتو ۲۶ ټنه حاصلات راټول شوي وو، خو سږ کال دغه حاصلات ۸۴ ټنو ته لوړ شوي دي. د شاتو مچۍ لرونکي بیا د خپلو تولیداتو له زیاتېدو خوښ دي خو دا چې ورته بازار نشته ګیله من دي. خو د میدان وردګو والي بیا د شاتو مچیو فارم لرونکو ستونزو ته د رسېدو او کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې د هلو ځلو ډاډ ورکوي. د میدان وردګو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۱۳۶ فارمونه فعالیت کوي چې ۵۵۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.



































