د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یونان کې د کډوالو کښتۍ د ډوبیدو له کبله چې ګمان کیږي ډیری ډوب شوي کسان پاکستاني اتباع و، د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان کړ. دا کښتۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ د یونان په ساحل کې ډوبه شوه. په دې کښتۍ کې د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې ۷۵۰ تنه سپاره و چې مېرمنې، ماشومان او نارینه پکې و او څه باندې ۵ سوه یې په اوبو کې ډوب شوي. په کښتۍ کې د پاکستان، سوریې، مصر او فلسطین اتباع سپاره و خو معلومه نه ده څومره یې پاکستاني اتباع و. د پاکستان صدراعظم په پېښې خفګان څرګند کړی او اعلان یې کړی چې نن دوشنبه به په ټول پاکستان کې ملي ماتم وي او ملي بیرغ به يې نیم ځوړند وي. په همدې حال کې پاکستاني رسنیو او په یونان کې د ډوبو شویو کسانو اتباعو ویلي داسې ګمان کیږي چې ښایي تر ۳۰۰ پورې پاکستاني اتباع به ډوب شوي وي.