د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او چینایي سیال چین ګانګ تر منځ په مجلس کې دواړو لورو د اړیکو ثابتولو لپاره لېوالتیا څرګنده کړه. په دې لیدنه کې چې تقریباً ۷ نیم ساعته یې دوام کړی دواړو لورو په دې هوکړه کړې چې د چین او امریکا تر منځ د الوتکو پروازونه به هم ډېروي. د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هوا چون ینګ پر خپله ټویټر پاڼه هیله څرګنده کړې چې دا لیدنه به د چین – امریکا اړیکې هغه شان کړي لکه د دواړو هیوادونو ولسمشرانو چې د بالي په غونډې کې پرې هوکړه کړې وه. د بایډن او د هغه چیني سیال شي جین پېنګ تېر کال په بالي ټاپو کې په یوه کتنه کې په دې هوکړه کړې وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترېنګلتیا له کنټرول څخه بهر نه شي.