د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره کتلي دي. دغه لیده کاته نن پېکېنګ ته د بلېنکن د دوه ورځني سفر په پای کې شوي دي. د چین دولتي رسنیو ویلي، د دغو لیدو کتو هدف دا دی څو ډاډ ترلاسه شي چې د لویو قدرتونو ترمنځ اوسنۍ لانجې په شخړه وانهوړي. دا له ۲۰۱۸ کاله وروسته چین ته د امریکایي چارواکو لومړنی سفر بلل کېږي. بلېنکن چین ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د بهرني سیاست له یوه لوړپوړي چارواکي او دغه راز بهرنیو چارو وزیر او نورو مسوولینو سره کتلي دي.