په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځه دونیڅک سیمه کې پرون بیا هم د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي، د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار تایید کړې چې، اوکرایني ځواکونو په زاپوریژیا کې، چې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ پهکې ده یو کلی له روسي ځواکونو څخه بېرته نیولی. اوکراین د پیاتي خاتکي په نوم کلي د بېرته نیولو خبر وروسته له هغه ورکړ چې ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي پرون په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې د روسیې د برید د پای ته رسولو په هدف د اقداماتو په ترڅ کې ټولې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي.