نړیوالې رسنۍ وايي، چې روسي ځواکونو تیره شپه یو ځل بیا دکییف په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو بریدونه کړي او ممکن زیانونه هم ولري.د کییف والي سیرهي پوپکو نن پر ټلګرام لیکلي، چې د پلازمېنې د هوايي مدافعې سیستم د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې د ډرون پراخ بریدونه شنډ کړل. د نوموړي په خبره، چې پر کییف هوايي بریدونو شاوخوا درې ساعته دوام وکړ. پوپکو زیاته کړه چې په تېرو اتلسو ورځو کې دا پر کییف د روسیې لومړۍ حمله وه.د کییف والي همداراز وویل، چې د بېګانیو حملو د تلفاتو په اړه تراوسه کره معلومات نشته.