په هندوراس کې پولیس وایي د دې هیواد پلازمېنې تګو سیګاپالا څخه ۱۵ کیلو مټره لرې شمال لور ته د مېرمنو په یو زندان کې د جنایي ډلو تر منځ په شخړو کې ۴۱ تنه وژل شوي دي. د پولیسو یو ویاند ویلي چې په پېښه کې ټولې وژل شوې مېرمنې دي خو دا یې نه دي ویلي چې آیا هغوی بندیانې وې که نه. یوې مدافع وکیلي چې په همدې زندان کې د بندي مېرمنو د کورنیو استازیتوب کوي فرانس پریس ته ویلي چې یوه جنایي ډله د خپلې سیالې ډلې د زندان برخې ته ورغلې او اور یې ورته اچولی. سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې په اور کې د زندان دا برخه په بشپړه توګه له منځه تللې.