اروپایي ټولنې پر اوکراین د جګړې له کبله پر روسیې د بندیزونو ۱۱مه بسته تایید کړه. د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون دیر لاین وايي، چې پر روسیې د لګول شویو یوولسم پړاو بندیزونو هدف تر ډېره هغه کمپنۍ او شرکتونه دي چې د اوکراین په جګړه کې د کریملین ملاتړ کوي. نوموړې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له دې بندیزونو سره به هغو موادو ته د روسیې لاسرسی بند شي چې د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي. پر روسیې د اروپایي ټولنې د بندیزونو یوولسمه بسته کې ۷۱ کسان او ۳۳ بنسټونه له اروپایي ټولنې منعه شوي او دغې ټولنه کې یې هر ډول پانګه کنګل کېږي.