د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د واګنر ملېشه ځواکونو لخوا د یوې ډراماتیکې ننګونې له پېښېدو وروسته دغه مېلشه په خیانت محکومه کړې ده. پوتین نن سهار یوه تلویزیوني وینا کې وویل هغه ټول کسان به سزا وویني چې د روسیې د ویشلو هڅه یې کړې. لانجه له دې پیل شوې چې د واګنر ملېشې مشر ‘یوګیني پرېګوژین’ د روسیې پوځ تورن کړ چې ګوندې اوکراین کې یې د ده د ځواکونو پر یوه پنډغالي هوايي برید کړی دی. هغه د جمعې پر شپه د پوځ خلاف د پاڅون اعلان وکړ خو دا یې هم وویل چې د کودتا هوډ نه لري.