ټرمپ په ټینګار سره ویلي چې د مکسیکو او امریکا ترمنځ به دېوال رغوي. نوموړي پرون امریکایانو ته د یوې وینا پر مهال ویلي تر هغه به فدرالي حکومت تړلی وي، چې کانګرس ورته ۵،۷ میلیارده ډالر نه وي منلي. ټرمپ غواړي په دې پیسو له مکسیکو سره خپله پوله خوندي کړي او پر هغه باندې دیوال ورغوي. خو ګڼ کانګرسمینان د ټرمپ له دې کار سره مخالفت کوي. دوی وايي ټرمپ په یوه خیالي او غیر عملي پروژه باندې میلیاردونه ډالر لګوي او دې کار ته هېڅ اړتیا نشته ده. ټرمپ بیا وايي که له مکسیکو سره دیوال جوړ شي نو په امریکا کې به د جرمونو کچه را ټيټه شي.