د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو او نفتي مواد د ترانزیټ طرحه په ازماېښتي ډول منظور شوه. اقتصادي معاونیت په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سوېلي اسیا ته د ګازو او نفتي توکو له ترانزیټ سره به د هېواد د عوایدو کچه لوړه او د هېواد ټرانسپورټي سکټور به پراختیا ومومي. ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه طرحه د اقتصادي پراختیا او ترانزیټ برخې د پیاوړتیا په موخه چمتو شوې او ورسره له مرکزي اسیا، سوېلي اسیا ته د ګازو او نفتي موادو د ټرانزیټ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابروي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره اړتیا ده چې د سیمې له هېوادونو سره د ترانزیټ په برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.