ایراني چارواکو ویلي، هیله لري چې له امریکا سره یې د بندیانو د تبادلې پر سر روانې غیر مستقیمې خبرې مثبتې پایلې ولري. ایران د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې د عمان په منځګړیتوب له امریکا سره د اټومي هوکړې او د بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه خبرې کوي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي دوی د هغو خواوو له لارې د ایراني اتباعو د خوشې کولو لپاره خبرې کوي چې غواړي په دې برخه کې د خپل ښه نیت لمخې رول ولوبوي.