د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې تېره شپه د نیمه پوځي ملیشو له لوري د ښار د پولیسو مرکزي قرارګاه د نیولو له امله سختې جګړې شوې دي. د یادو جګړو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. سوډان کې روانې کورنۍ جګړې د روان میلادي کال د اپرېل په میاشت کې د پوځ لوی درستیز او پخواني مرستیال تر منځ د واک پر سر پیل شوې او تر دې مهال نږدې ۲زره او ۸۰۰ کسان پکې وژل شوي دي.