د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وروسته له هغې د سويډن پر حکومت سخته نيوکه وکړه، چې په سټاکهولم کې د قرانکریم یوه نسخه وسوځول شوه. رجب طیب اردوغان وویل، ترکیه به هیڅکله د پارونکو سیاستونو او تهدیدونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي. نوموړي دغه اختر په دوهمه ورځ د خپل ګوند غړو ته وویل، موږ به د لوېدیځ کبرجنو خلکو ته دا ور زده کړو چې د مسلمانانو مقدساتو ته توهین د بیان ازادي نه ده. هغه زیاته کړه ترکیه به د د دغه کرغېړن اعتراض پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړي.د افغانستان، ایران، عراق او سعودي عربستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو په سويډن کې د پنجشنبې په ورځ د قران کریم سوځول غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې به د نړۍ د مسلمانانو احساسات راوپاروي.