نړیوالې رسنۍ وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د مکسیکو ګواناخواتو په ایالت د موټر بم چاودنه شوې، چې له کبله یې څلور پولیس ټپیان شوي دي. چارواکي وايي چې برید د نشه يی توکو د ډلو سره تړاو لري او دوی پلټني پیل کړې، چې امنیتي ځواکونه خو به د ناسمو معلوماتو په اساس دې سیمې ته ورغلي نه وي. ویل کېږي چې د برید هدف د ښاروالۍ پولیس وو.